قانون پخپله د قانون جوړونكو لخوا تر پښو لاندې كېږي


 

د نړۍ په ډيرى هېوادونو كې پارلمانونه شته او د حكومت كړنې څاري، همدا پارلمانونه د خپلو هېوادونو په ودانولو او هېوادوالو په نېكمرغه كولو كې لوى لاس لري او تل يې هڅه د ملي ګټو په لاسته راوړلو كې وي، په دغو هېوادونو كې همدا د ولسي جرګې وكيلان او مشرانو جرګې سناتوران وي چې د ملي ګټو پر بنسټ يو له بل سره حتا لفظي جنګونو ته سره رسېږي، خو په افغانستان كې له بده مرغه چې هر څوك پخپل غم اخته دي.

نږدې اووه كاله كېږي چې په افغانستان كې د ولس په رايو پارلمان جوړ شو، خلكو رايې وركړې حتا په ځينو لرې پرتو سيمو كې د فغانستان د بې وزله خلكو د ككريو د قربانۍ په قيمت هم تمام شو چې د ورانكارو او هېواد دښمنو كسانو لخوا ددغو رايه وركوونكو په كتارونو چې موخه يې د هېواد ودانول وو انتحاري بريدونه وكړل او ډيرى كورنۍ يې د غم پر ټغر كېنولې، خو پيا هم دغه مېړني ولس د خپل هېواد د ودانولو لپاره د شپاړسمې دورې په پارلماني ټاكنو كې هم ګډون وكړ، حال دا چې د هماغو ورانكارو لخوا چې دا ځل يې ددې تر څنګ چې ځان وژونكي بريدونه وكړل، د خلكو هغه ګوتې يې هم پرې كړې چې د ټاكنو پر رنګونو رنګ شوې وې، خو دې ولس بيا هم خپل هوډ بدل نكړ او د رايو صندوقونو ته ولاړل خو همدغه وكيلان چې دې ولس په دومره بد حالت وټاكل دوى ډيرى د خپلو شخصي ګټو په لاسته راوړلو بوخت شول او هر چا ددې پر ځاي چې د حكومت كړنې وڅاري د خپلوانو پر مقررۍ، ځمكواو بلډنګونو په لاسته راوړلو او نورو ډول ډول ناوړه كارونو اخته شول چې دې هېواد ته يې د سوكالۍ د پسرلي يو ګل هم رانه ووړ، خو بيا هم هغه د پښتو متل دي چې(پخوانى كفن كش دې خداى وبخښي)هغه د پنځلسمې دورې وكيل صاحبانو خو يو څه خاورې پر ايرو ګډولې، دا د شپاړسمې دورې وكيل صاحبان تر هغو پخوانيو ډېر بدتر دي دا نږدې دوه كاله كېږي چې دوئ پخپلو شخصي امتيازونو سره شخړې كوي او تر اوسه يې د هېواد ودانولو لپاره يو ګام هم ندي اخيستى.

دا ځل د ۱۳۹۰ كال د سلواغې د مياشتې پر لومړۍ نېټه دغو وكيل صاحبانو تر ژمنيو رخصتيو وروسته بيا د پارلمان پرانسته وكړه، خو افغان ولس نهيلى شوى چې بيا به هم دوى پخپلو حزبي، قومي، سمتي او ژبنيو جنجالونو اخته شي حال دا چې ددې وكيلانو په مخكې ډېر هيوادني كارونه شته چې دوئ د خپلو جنجالونو له امله ندي توانېدلي چې په تېرو دوو كلونو كې تر سره كړي، موږ هيله لرو چې اوس يې تر سره كړي.

هغه لوى كار چې دوى يې بايد تر سره كړي هغه د افغان حكومت د كابينې پاتې وزيرانو ته د باور رايه وركول دي، دې وكيلانو تر اوسه هم حكومت دې ته نه دى اړ ايستى چې كابينه پارلمان ته وروپېژني.

په دې برخه كې جمهور رئيس هم تر ډېره بريده پړ دى، ځكه چې دى خو هم د ولس په رايو دې مقام ته رسېدلي دي، نوموړى بايد پخپله دا كابينه پرته لدې چې پارلمان ترې غوښتنه وكړي، خپل پاتې وزيران د افغانستان پارلمان ته د رايه وركولو لپاره وروپېژني، دا ځل بايد ښاغلى حامد كرزى داسې په كار پوه وزيران وټاكي چې هغه تېرې تېروتنې جبران كړي چې د ناكاره وزيرانو پر ټاكلو يې مرتكب شوى وو، دا ځل بايد داسې متعهد كسان غوره كړي چې پر دې هېواد يې زړه خوږېږي.

د حكومت كړنې خو له بده مرغه د خپلو جېبونو ډكول دي، نو وكيل صاحبان بايد ددې خبرې غم وخوري چې دا كال هم لكه د تېرو كلونو پشان د سرپرستو وزيرانو جېبونه ډك نشي، بلكې له حكومته وغواړي چې وزيران معرفي كړي، ځكه نور نو د شرم ځاى دي چې بيا هم ټاكلي وزيران ونه لرو، د ولسي جرګې د يوې پرېكړې پر بنسټ بايد دا وزيران تر يوې مياشتې زيات سرپرست پاتې نه شي، خو دا دى دا وزير صاحبان دوه كاله كېږي چې سرپرست وزيران دي.

په پاى كې يو ځل بيا د ولس له درنو استازو غواړو چې خپلو كړنو ته په ټوليز ډول ځير شي او هغه دندې چې دې مظلوم ولس ورته سپارلي دي، په پوره ايماندارۍ سرته ورسوي، چې په راتلونكو ټاكنو كې بيا دې ولس ته جګ سرونه ودرېږي او ولس ورته بيا د باور رايه وركړي او همدارنګه د الله(ج) پر وړاندې هم بريالي شي، ځكه چې دا د خلكو استازي كېدل يو امتياز نه بلكې يو مسووليت دى چې بايد په پوره امانتدارۍ تر سره شي، كنه نو بيا يوه داسې ورځ راتلونكې ده چې هېڅوك به هم ترې خلاصى ونه مومي او ټول به د الله ج پر وړاندې حاضرېږي او د خپلو كړنو ځواب به وركوي چې دا ځواب وركول بيا ډېر سخت دى، ځكه چې په دغه ورځ داسې يو ذات قاضي دى چې هېڅ ډول واسطه، رشوت او حيله بهانه نه مني او نه هم څوك چالاكي كولى شي، هر څوك به بيا د خپلو كړنو مسوول وي، نو كه دغه وكيل صاحبان او په ټوله كې دولتي كاركوونكي چې له بيت المال نه ډبل ډبل ډالري معاشونه اخلي، بايد خپل ورسپارل شوي كارونه په ښه توګه تر سره كړي او بس.


January 28th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات